انصار: ( د وری5مه)، د پاکستان د مالي وزیر محمد اورنګزیب ویلي، پلان لري چې د پیسو نړیوال صندوق څخه نور پور هم واخلي.
محمد اورنګزیب په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې په اپرېل میاشت کې به د یاد بانک له چارواکو سره وګوري او هڅه کوي چې د پور له تر لاسه کولو سره د هېواد اقتصادي ثبات وساتي.
نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې څومره پور به تر لاسه کړي، خو راپورونه وايي چې ښايي نوموړی به له یاد صندوق څخه اته میلیارده ډالره پور وغواړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوسمهال د پاکستان اقتصادي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب دی.
د راپورنو پر اساس؛ په دغه هېواد کې د انفلاسیون کچه ۴۰ فیصدو ته پورته ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30738
قرأ